CRI Online

د بريټانيې پوليس دوولس شکمن کسان ونيول او داعش د لندن د ترهګريزو بريدونو پړه پر غاړه واخيسته.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 09:26:43

د بريټانيې پوليس دوولس شکمن کسان ونيول او داعش د لندن د ترهګريزو بريدونو پړه پر غاړه واخيسته.

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بريټانيې پوليسو د جون په ۴مه نېټه د دې پخلی وکړ چې د لندن د ترهګريزو بريدونو دوولس شکمن کسان نيول شوي دي او اوس تحقيقات او پلټنې روانې دي.

د بريټانيې پوليسو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د لندن پل ته نژدې سيمه کې د ترهګريز بريد له پېښېدو نه وروسته يې د دغه ښار په ختيځه برخه کې دوولس شکمن کسان ونيول او اوس په ځينو ځايونو کې پلټنې روانې دي.

د دغه هېواد صدراعظمې تريسا ماري مې په همدې ورځ په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، له دغو بريدونو څخه څرګندېږي چې بريټانيې افراطيت زغملی او ترهګري نوې مرحلې ته رسېدلې ده. نو بريټانيا بايد د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره نور زيات تدبيرونه ونيسي. هغې زياته کړه چې پارلماني ټولټاکنې به په ټاکل وخت کې يعنې د روانې مياشتې په اتمه نېټه تر سره شي.

د معلوماتو له مخې، داعش د جون په ۴مه نېټه د عماق اژانس له لارې خبر ورکړ چې دغې ډلې د لندن بريدونه طرحه کړي او د دغې ډلې يو ګروپ ياد بريدونه کړي دي چې اويا کسان يې پکې وژلي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای