د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې بهرنيو چارو وزير لدليان د جون په ۴ مه نېټه تصديق کړه چې يو فرانسوی د تېرې شپې د لندن په بريد کې وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې د جون د۳ مې نېټې په شپه د لندن بريد کې ۷ فرانسويان ټپيان شوي دي او د ۴ کسانو ټپونه ډېر سخت دي. برسېره پر دې،يو فرانسوی په دې پېښه کې تری تم شوی دی.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د جون په ۴ مه نېټه په مطبوعاتي اعلاميه کې ويل شوي چې فرانسه به له انګليستان او نورو اړوندو هېوادونو سره يو ځای د تروريزم د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |