د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د شانګريلا ډيالوګ ۱۶مه غونډه د جون په ۴مه نېټه پای ته ورسېده. د زياتو هېوادونو د ملي دفاع وزيرانو او عالي رتبه چارواکو په دغه غونډه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې مسئلې او د فليپين د مالاوي ښار حالاتو ته پاملرنه کړې ده.
د ماليزيا د ملي دفاع وزير داتوک سيري هشام الدين حسين د جون په ۳مه نېټه په دغه غونډه کې د اسيا او ارام سمندر سيمې په وړاندې د ننګونو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او دې ته اشاره يې وکړه چې افراطيت او داعش د دې سيمې په وړاندې عمده ننګونه ده. نوموړي وويل، چې ماليزيا، فليپين او اندونيزيا به د مينداناو ټاپو په سمندري قلمرو کې د داعش د دفاع لپاره ګډ ګزموي عمليات تر سره کړي.
د معلوماتو له مخې، په څلورمه نېټه د دغې غونډې عمده سرليک د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې په شمول د سيمه ييز امنيت د ساتلو لپاره د ګډو نظرونو لټول و. د فليپين د ملي دفاع د وزارت مرستيال ريکاردو په خپله وينا کې د مالاوي ښار تازه حالات شريک کړل او ويې ويل چې شاوخوا څلوېښت تنه بهرني وسله وال په پټه لاره مالاوي ته ننوتلي او په بريد کې يې برخه اخيستې.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |