CRI Online

په چين کې د ورېښمو لرغونې لارې په اړه تر ټولو لويه علمي پلټنه په شينجيانګ کې پيل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 10:56:36


د علمي پلټونکو ګډ انځور

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د ورېښمو لارې په اوږدو کې د تيان شان غره په اړه عمومي علمي پلټنه د جون په ۳مه نيټه د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې په کورلا ښار کې په رسمي توګه پيل شوه چې ۲۰ ورځې به دوام ولري.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ، د بېجينګ پوهنتون، د خلکو پوهنتون، مرکزي قومي پوهنتون او د چين د دولتي موزيم په شمول له يو لړ علمي ارګانونو څخه راغلو څه باندې ۲۰ تنو مشهورو او نامتو عالمانو په دغه علمي پلټنه کې ګډون کړی دی. د دغې علمي پلټنې ډلې مشر او د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د شينجيانګ د لرغونپوهانو ډلې مشر ډاکتر وو شين هوا څرګنده کړه: نن ورځ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د چين په مرکز ختيځ ته د ارام سمندر او اسيا اقتصادي کړۍ او لويديځ ته منځنۍ او لويديځې اسيا او حتی اروپايي هېوادونو ته غځېږي چې په نړۍ کې تر ټولو اوږد او لوی پټ قوت لرونکی اقتصادي کمربند په توګه ګڼل کېږي. خو په تاريخ کې له تيان شان غره څخه په تېرېدو سره د ورېښمو لرغونې لاره هم د چين او لويديځې نړۍ ترمنځ د تګ راتګ يوه مهمه ځمکنۍ لاره وه.

( سپوږمۍ)


علمي پلټونکي د غونډې په حال کې


پلټونکي د علمي پلټنې نقشه ښيي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای