د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بحرين حکومت د جون په ۵مه نېټه اعلان وکړ، څرنګه چې قطر د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په دغه هېواد کې له ترهګريزو کړو وړو څخه ملاتړ کوي، نو بحرين له قطر سره رسمي اړيکې پرې کوي او له قطر څخه خپل ډيپلوماټان وباسي. دغه راز، بحرين د قطر له ډيپلوماټانو څخه وغوښتل چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له بحرين څخه ووځي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |