د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۴مه نيټه د ايران د پلازمېنې تهران په جنوبي څېرمه کې د پخواني مذهبي د مشر خميني پر قبر د ايران د اسلامي انقلاب مشر او پخواني مذهبي مشر خميني د مړينې د ۲۸ کليزې يادونه وشوه.
د ايران دولتي ټلويزيون خبر ورکړ چې د ايران مذهبي مشر ښاغلي خامنه يي د همدې ورځې په يادوونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه او له خلکو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خميني روح په ميراث وساتي او له بهرنيو ننګونو څخه وير و نه لري. هغه هم له نړيوالې ټولنې نه د ډيالوګ له لارې د سوريې مسئلې د حل غوښتنه وکړه.
هغه وويل چې د سوريې، ايمن او بحرين په شمول د څو هېوادونو راتلونکې بايد د خلکو لخوا پرېکړه وشي، هېڅوک پکې د لاس وهنې حق نه لري. هغه امريکا په منځنۍ ختيځ کې نښته جوړوونکی بللی او و يې ويل چې امريکا بيخي د باور وړ هېواد نه دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |