CRI Online

د منځنۍ ختيځ څلورو هېوادونو له قطر سره د رسمي اړيکو د پرې کولو اعلان وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 14:05:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، بحرين، مصر، سعودي عربستان او عربي متحده امارات د جون په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې له قطر سره رسمي اړيکې پرې کوي.

د بحرين حکومت په همدې ورځ اعلان وکړ، څرنګه چې قطر د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په دغه هېواد کې له ترهګريزو کړو وړو څخه ملاتړ کوي، نو بحرين له قطر سره رسمي اړيکې پرې کوي، له قطر څخه خپل ډيپلوماټان وباسي او د قطر له ډيپلوماټانو څخه يې وغوښتل چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له بحرين څخه ووځي.

د سعودي عربستان حکومت له دې امله چې قطر د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په دغه هېواد کې له ترهګريزو کړو وړو څخه ملاتړ کوي، نو له قطر سره رسمي اړيکې پرې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکني، هوايي او سمندري تګ راتګ هم دروي.

بر سيره پردې، د عربي متحده امارات او مصر په همدې ورځ په جلا جلا توګه له ترهګرو سره د تړاو لرلو له امله له قطر سره د رسمي اړيکو د پرې کولو اعلان وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای