CRI Online

په تېرو دريو مياشتو کې بريتانيا کې درې ترهګريز بريدونه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 15:26:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون د درېيمې نېټې په شپه د لندن د ټايمز سيند د لندن ټاپو ته نږدې يو ترهګريز بريد وشو. يو بار وړونکی موټر پر خلکو ورخيژول شو او بيا وروسته دری بريدګر له موټر څخه کښته او د لندن ټاپو ته نږدې په بوروګ بازار کې يې په چړو پر خلکو بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي دي.دا په تېرو دريو مياشتو کې په بريتانيا کې درېيم بريد دی. د دې هېواد لومړۍ وزيرې تريسا مې د جون په ۴مه نيټه وويل، ترهګريز بريدونه په نوي شکل روان دي.

تريسا مې د جون په ۴مه نيټه د ترهګريزو بريدونو سخته غندنه وکړه. هغې دې ته اشاره وکړه چې په دې وروستيو ورځو کې بريتانيا کې ترهګريز بريدونه په مسلسله توګه پېښ شوي. که څه هم د دغو ترهګريزو بريدونو تر منځ اړيکې نشته، خو ترې ښکاري چې ترهګريز بريدونه په نوي تمايل او شکل روان دي او بريدونه د يو بل په شان کوي. دې وويل

(( په ترهګريزو عملياتو کې نوې ډول ترهګرۍ رامنځته شوې، ځينو بريدګرو تر اوږد وخت طرحې او يا روزنې وروسته ترهګريز بريدونه ترسره کړي او ځينو بريدګرو د انټرنيټي شبکې د اغېزې له امله پخپله ترهګريز بريدونو ته مخه کړې. دوی د يو بل په شان دي او هميشه يې په وحشيانه کړو وړو بريدونه ترسره کړي او کوي يې. ))

د روان کال د مارچ په ۲۲مه نيټه يو ۵۲ کلن سړي د يو موټر په وسيله د لندن د پارلمان ودانۍ ته نږدې په ويسمينست ټاپو کې پر خلکو وروخيژولو او بيا وروسته د پارلمان ودانۍ په لوري غوښتل ولاړ شي، خو بريدګر د پوليسو لخوا ووژل شو او دغه بريد پنځوس تنو ته مرګژوبله اړولې وه. د تېر مې په ۲۲مه نيټه يو ۲۲کلن بريدګر د منچستر ښار په سټيديوم کې ځانمرګی بريد ترسره کړ چې له امله يې سل تنو ته مرګژوبله واړوله.

د ترهګريزو بريدونو په وړاندې، تريسا مې وويل، د بريتانيا حکومت به د انټرنيټي شبکې د خونديتوب د څارنې د پياوړتيا په شمول يو لړ اغېزمن تدبيرونه ونيسي. هغې پر دې ټينګار وکړ چې انټرنيټي شبکه بايد د ترهګرۍ د خپرېدا ډګر و نه ګرځي، د ټولنيزې تبادلې سافتويرونه هم بايد د ترهګريزو کړو وړو د لمسون او طرحه کېدو وسيله نه شي. دې وويل

((موږ به دې ته اجازه ورنه کړو چې د تندلارۍ نظريه د ژوند او خپرېدا فضا لري، خو انټرنيټي شبکې او د انټرنيټ لوی خدمتي شرکتونو دغه فضا برابره کړې. موږ غواړو چې د ملګرو هېوادونو له حکومتي ارګانونو سره همکاري وکړو چې د انټرنيټي شبکې د ادارې او مخنيوي لپاره نړيوال تړون لاسليک شي او د تندلارۍ نظريو د خپرېدا او د ترهګريزو کړو وړو د طرحه کېدو مخه ونيول شي. ))

اوس د بريتانيا پوليس د لندن ټاپو او بوروګ بازار کې د ترهګريز بريد په اړه پلټنه بوخت دی. ۱۲ تنه شکمن مجرمين د لندن په ختيځ بارکينګ سيمه کې نيول شوي. د ترهګرۍ ضد د مبارزې په اړه د پوليسو مسئول مارک رولی د دې بريد د پلټنې په اړه وويل

((د دريو بريدګرو د هويت د تصديق کار څرګند پرمختګ موندلی. اوس موږ دا تصديق کړې چې د بريد په ځای کې له دغو دريو بريدګرو نه پرته نور کسان موجود نه وو. د بريدګرو د هويت او زمينې په هکله د بريد په اړه پلټنه روانه ده.))

بريتانيا پلان لري چې د مې په ۸مه نيټه پارلماني ټاکنې ترسره کړي، د ترهګريز بريد له امله، د دې هېواد عمده ګوندونو د جون په څلورمه نېټه ټاکلنيز فعاليتونه ځنډولي. د بريتانيا حکومت وويل، ترهګريز بريدونه به پر پارلماني ټاکنو منفي اغېزه ونه کړي. په پنځمه نيټه به د ټاکنو ټول فعاليتونه منظم او اعاده شي. په اتمه نېټه به پارلماني ټاکنې له ټاکلي وخت سره سم ترسره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای