CRI Online

قطر: د سعودي عربستان په شمول د ځينو هېوادونو له خوا له دغه هېواد سره د ديپلوماتيکو اړيکو پرې کول بې اساسه پريکړه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 16:45:17
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۵مه نېټه د يوې علاميې په خپرولو سره د دې له امله افسوس او حيرانتيا څرګنده کړه چې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين له دغه هېواد سره د ديپلوماتيکو اړيکو د پری کولو اعلان کړی. خو په دې اعلاميه کې مصر نه دی ياد شوی.

په ياده اعلاميه کې راغلي چې د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين له خوا له قطر سره د ديپلوماتيکو اړيکو پری کول او د سرحدي، سمندري او هوايي تګ راتګ تړل بې اساسه کړنه ده. قطر د خليج د عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کمېټې غړی دی، د م م د منشور مراعات کوي، د نورو هېوادونو درناوی کوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پر لاس نه وهنې ټينګار کوي او له ترهګرۍ او افراطي کړو وړو سره د مقابلې مسئوليت پلی کوي.

د څېړونکو په اند، د منځني ختيځ د زياتو هېوادونو د يادې پريکړې لامل دا دی چې قطر له ايران سره نژدې اړيکې لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای