CRI Online

د هېواد د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو په نوم د قزاقي ژبې کتابونو د مخکتنې مراسم په استانا کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 20:38:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۵مه نېټه، د هېواد د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو په نوم د قزاقي ژبې کتابونو د مخکتنې مراسم د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شول. د چين د مطبوعاتو وزارت مرستيال تو جن، په قزاقستان کې د چين لوي سفير جانګ هان هوي او د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر مرستيال مدير بچتيتم تيموربلت په دې مراسمو کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې. د چين او قزاقستان ۲۰۰ تنو استازوهم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

تو جن په خپله وينا کې وويل، چې په قزاقي ژبې د نوموړي کتاب خپرېدا د قزاقستانيانو لپاره چين ته د کتنې او احساساتو يوه نوې کړکۍ ده، د هېواد د ادارې په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره يوه نوې صحنه برابره کړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ نوې نښه به وګرځي.

بچتيتم تيموربلت وويل، چې دغه کتاب به قزاقستان ته د هېواد د ادارې په اړه ګټور تجربې ورکړي. قزاقستاني لوستونکي به د دې کتاب له لارې د چين په اړه نور زيات معلومات تر لاسه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای