CRI Online

د افغانستان خارجه وزير له امنيتي ادارو غوښتي چې مسئوولانه عمل وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 08:54:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح رالدين رباني د جون په پنځمه نيټه وويل، په وروستيو ورځو کې کابل کې څو ترهګريز بريدونه پيښ شوي، امنيتي ادارې بايد په دې اړه مسئوولانه عمل وکړی او د اړوندو ارګانونو مسئولان له خپلو دندو څخه ګوښه کړای شي.

رباني په يوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه چې د ترهګريزو پيښو په اړه پوره پلټنه دې وشي . هغه زياته کړه، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد او د امنيتي ادارو نور مشران بايد له خپلو دندو څخه ګوښه شي.

په وروستيو ورځو کې کابل کې څو مسلسل ترهګريز بريدونه پيښ شوي. د مې په يودېرشمه نېټه د دې ښار د پوليسو په لسمه ناحيه کې د موټر بم چاودنې له امله څه دپاسه۹۰ تنه ووژل شول او ۴۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د جون په ۳مه نيټه د کابل په خيرخانه مينه کې د جنازې په مراسمو کې درې مسلسل ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې ۲۰ تنه مړه او ۸۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې يوه بېړنۍ امنيتي غونډه ترسره کړه او له اړوندو ادارو يې په هکله وغوښتل چې د امنيت ساتنې لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي او تر وسې پورې دې د پلازمينې خونديتوب او ثبات وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای