CRI Online

ايران د منځني ختيځ پر څو هېوادونو نيوکه وکړه چې له قطر سره يې اړيکې پرې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 09:01:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بحرام قاسمي د جون په ۵مه نېټه د سعودي عربستان په شمول پر څو هېوادونو نيوکه وکړه چې له قطر سره يې اړيکې پرې کړې او ويې ويل چې خبرې اترې د مسلو د حلولو يوازينۍ لاره ده.

قاسمي وويل چې اوسمهال ترهګري د سيمه ايز او نړيوال امنيت لپاره عمده ګواښونه دي او د سيمه ايزو هېوادونو تر منځ د ترينګلتيا حالت د هر يو اړوند هېواد له ګټو سره سمون نه لري. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د اړيکو د خړپړتيا د مخنيوي لپاره زغم وساتي. سياسي او سوله ايزه لاره او مستقيمې او شفافې خبرې اترې د قطر او د سعودي عربستان په شمول د ځينو هېوادونو تر منځ د توپيرونو د حلولو يوازينۍ لاره ده.

په همدې ورځ د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د ولسمشرۍ دفتر د سياسي چارو له لوړ پوړي مامور حميد ابوطالبي په قول خبر ورکړ چې د منځني ختيځ څو هېوادونو او قطر تر منځ د اړيکو پري کول د سيمه ايزو مسلو د حلولو په چارو کې د سعودي عربستان او د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو سره مرسته نه شي کولی.

د بحرين، سعودي عربستان، د عربي متحده امارات، مصر او يمن په شمول څو هېوادونو د جون په ۵مه نېټه په جلا توګه له قطر سره د اړيکو د پري کولو اعلان وکړ او پر دغه هېواد يې نيوکه وکړه چې د ترهګريزو فعاليتونو ملاتړ کوي او سيمه ايز امنيت ته زيانونه رسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای