د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا په جنوب ختيځ کې د فلوريدا ايالت د ورلاندو په يو شرکت کې د ډزو يوه پيښه وشوه چې د بريدګر په شمول ۵ تنه پکې وژل شوي.
د ځايې پوليسو په قول دغه پيښه له ترهګرۍ سره اړيکې نه لري او اړوندې پلټنې روانې دې.
د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې دغه پيښه په همدې ورځ د سهار په اتو بجو د ورلاندو د ښارګوټې په يو صنعتي باغ کې وشوه او امکان شته چې په شرکت کې دننه په لانجې پوري اړه ولري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |