د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د ټايمز ورځپاڼې د جون په پنځمه نېټه خبر ورکړ، د لندن د ترهګريز بريد په اړه يو شکمن له داعش ډلې سره د يو ځای کېدو لپاره د ماشومانو د هڅولو له امله د دوو ځلو لپاره پوليسو ته نوم وړاندې شوی و.
دغه ۲۷ کلن شکمن بريدګر په پاکستان کې زېږېدلی او په بريتانيا کې لوی شوی. د لندن پوليسو د جون په پنځمه نېټه وويل، د لندن د ترهګريز بريد په اړه د دريو شکمنو بريدګرو هويت تصديق شوی او په مناسب وخت کې به خپور شي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |