CRI Online

د بريتانيې پوليسو د لنډن په ترهګريزه پيښه کې د دوو بريدګرو هويت اعلان کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 10:49:36

 د جون په پنځمه نېټه د بريتانيې په لندن کې په ترهګريزو بريدونو کې د مړه شويو کسانو د يادونې فعاليت تر سره شو او د لندن ښاروال پکې ګډون وکړ

 د جون په پنځمه نېټه د بريتانيې په لندن کې په ترهګريزو بريدونو کې د مړه شويو کسانو د يادونې فعاليت تر سره شو او د لندن ښاروال پکې ګډون وکړ

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې: د لنډن د پوليسو ادارې د جون په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دريمې نيټې په شپه رامنځته شوې ترهګريزه پيښه کې د دوو بريدګرو هويت تصديق شوی دی چې يو يې ۲۷ کلن خورم بوټ او بل يې۳۰ کلن راشيد ريدواني دی. 

په دغه بريد کې ټولټال ۳ بريدګرو برخه درلوده چې د يو بريدګر هويت نه دی اعلان شوی. دري بريدګر ټول د پيښې په ځای کې د پوليسو لخوا ووژل شول.

د پوليسو په قول خورم ابوټ په پاکستان کې زيږيدلی او د پريتانيې طبعه و او د لنډن په ختيځ د بارکينګ په سيمه کې يې ژوند کاوه، خو د هغه په اړه مخکې مالومات نه وچې هغه به بريد تر سره کړي. راشيد ريدواني هم د بارکينګ په سيمه کې ژوند کړی چې د لبيا تابعيت لرونکی مراکشی و.

د لنډن د ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې: خورم بوټ د انټرنيټ له لارې د تندلاري نظريې ته موخه کړې وه او داعش ډلې ته د کوچنيانو د راجلبولو له امله دوه ځلې تورن شوی چې په ښوونځي کې هم نه و شامل شوی.

د لنډن د پوليسو ادارې خبر ورکړ چې په دغه پيښه کې ۷تنه مړه او ۴۸ تنه ټپيان شول، اوس ۳۶ تنه په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او ۱۸ تنه سخت ټپيان شوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای