CRI Online

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير: د سوريې مسئلې په اړه خبرې اترې ښايي په قزاقستان کې ترسره شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 13:56:08

د قزاقستانو رسنيو د خبر له مخې، د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير عبدالرخمن اندرنوف د جون په ۵ مه نېټه وويل چې د سوريې مسئلې په اړه د خبرو اترو راتلونکی پړاو ښايي د جون له ۱۲ مې نېټې څخه تر ۱۳ مې نېټې پورې د قزاقستان په پلازمينه استانه کې تر سره شي.

هغه زياته کړه چې روسيه، ترکيه او ايران د ضمانت لپاره د سوريې مسئلې د حلولو لپاره څو ځلو خبرې کړې او روسيې وړانديز کړی چې د جون له ۱۲ مې نېټې څخه تر ۱۳ مې نېټې پورې خبرې اترې رابلل شي.

نوموړي هېوادونه به په دې خبرې اترې کې ګډون وکړي او د سوريي حکومت او مخالف استازي به هم په کې برخه ولري. بر سېره پر دې، روسيه، ترکيه او ايران غواړي چې د ملګرو ملتونو او کتونکو هېوادونو ته هم بلنه ور کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای