د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، په ۵ نېټه د روسيې خارجه وزير لاؤروف د قطر له خارجه وزير خالد بن محمد العطيه سره د ټلېفون په ليکه خبرې وکړې.دواړو هېوادونو په عمده توګه د قطر له نورو عربي هېوادونو سره د سياسي اړيکو د خرابېدو په باب بحث وکړ.
د خبر له مخې، روسيې د عربي نړۍ دننه رامنځته شويو مسئلو ته پاملرنه کوي او هيله لري چې دواړه خواوې د متقابل احترام د ديالوګ په وسيله اختلافونه حل کړي.
د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي پېسکوف په همدې ورځ مسکو کې وويل چې روسيه به د خليج دولتونو په شمول د دولتونو په داخلي چارو کې لاسوهنه و نه کړي. روسيه د خليج د دولتونو سره سياسي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
پېسکوف وويل چې له دې مخکې د لندن ترهګريز بريد دا څرګنده کړه چې د ترهګرۍ پر ضد مقابله مهمه ده. روسيه هيله لري چې د عربي هېوادونو له قطر سره د سياسي اړيکو پرې کول د ترهګرۍ پر ضد په مقابله باندې تاثير و نه کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |