CRI Online

څو هېوادونو له قطر سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې قطه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 15:04:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، څو هېوادونو د جون په ۵مه نيټه د قطر لخوا له ترهګرو څخه د ملاتړ او د سيمه ييزو امنيتي حالاتو د خرابولو له امله اعلان وکړ چې له قطر سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې قطه کوي. ايران او کويټ په دې اړه څرګنده کړه چې د ديپلوماتيکو اړيکو پرېکول د ستونزو د لېرې کولو لپاره ګټه نه لري او له ښکېلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له لارې خپلمنځي توپيرونه حل کړي.

په همدې ورځ بحرين، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر او يمن په جلا جلا توګه له قطر سره د ديپلوماتيکو اړيکو د قطع کولو اعلان وکړ، امر يې وکړ چې قطري ديپلوماتان په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې له دغو هېوادونو نه ووځي او دغو هېوادونو ته د قطريانو پر تګ بنديز ولګولو. د سعودي عربستان په مشرۍ د څو هېوادونو ائتلافي ځواکونو هم اعلان وکړ چې په ګډو پوځي عملياتو کې د قطر ګډون يې بند کړی او څرګنده يې کړه چې قطر په يمن کې له ميشتو ترهګرو څخه ملاتړ کوي او د يمن حکومت ضد له حوثي وسله والې ډلې سره ډېرې نژدې اړيکې لري.

د مالديو خارجه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه هېواد هغه پرېکړه اعلان کړه چې له دې ورځې نه له قطر سره ديپلوماتيکې اړيکې پرې کوي. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې مالديو پر هغو دايمي اصولو ياده پرېکړه کړې ده چې له ترهګرۍ او تندلارۍ ملاتړ کوونکو سره ټينګ مخالفت کوي.

ور پسې د اماراتو هوايي شرکت، د اتحاد هوايي شرکت او د دوبي او عرب په نوم دوو نورو هوايي شرکتونو چې مقرونه يې په دوبي او الشارقه کې دي، په وار سره اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له ۶مې نيټې نه قطر ته د تګ راتګ ټولې الوتنې يې بندې کړي. د اماراتو هواي شرکت څرګنده کړه چې دوحه ته ټولې الوتنې به په موقتي توګه بندې کړو تر بلې بندې کړو. تر دې وروسته د مصر د ملکي هوايي چارو وزارت هم يو شان پرېکړه کړې ده.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره حيرانتيا او تاسف څرګند کړ او و يې ويل چې پرې ټول تورونه بې دليله دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې قطر د خليج همکارۍ شورا يو غړی دی چې تل د منشور مراعات کوي، د نورو هېوادونو درناوی کوي، هېڅکله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له ترهګرۍ او تندلارۍ سره د مبارزې دنده تل پر غاړه لري. خو د قطر په دغه اعلاميه کې مصر نه دی ياد شوی.

قطر د اوږدې مودې لپاره د سعودي عربستان او بحرين په شمول له څو هېوادونو سره دومره ښې اړيکې نه لري. له وروستيو څو کلونو راهيسې قطر په منځني ختيځ کې د اخوان المسلمين او حماس په شمول له يو شمېر وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي چې د زياتو عربي هېوادونو د ناخوښۍ لامل ګرځېدلی دی. د تحليل ګرانو په اند، د قطر او ايران ترمنځ د اړيکو نژدوالی ښايي د ياد ديپلوماتيک ټکر مستقيم لامل وی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي په همدې ورځ څرګنده کړه: په داسې حال کې چې ترهګري د سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی، د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا د هېڅ هېواد په ګټه نه ده. هغه له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د اوسني وضعيت د کړکيچوالي او سختوالي مخنيوی دې وکړي او و يې ويل چې سياسي او سوله ييزې لارې چارې د قطر او نورو هېوادونو ترمنځ د توپيرونو د لېرې کولو يوازنۍ مناسبه لاره ده.

د ايران د ولسمشرۍ ماڼۍ د سياسي چارو لوړ پوړي چارواکي حامد ابو طالبي په همدې ورځ وويل چې له قطر سره د څو هېوادونو پرېکون سيمه ييزو ستونزو د لېرې کولو په برخه کې سعودي عربستان او ملګرو ته يې هېڅ مرستې نشي برابرولای. د بنديز لګولو زمانه تېره شوې ده، د پرېکون په شمول د تجريد کېدو لارې چارې د سيمه ييز بحران د حل لپاره هېڅ ګټه نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای