CRI Online

د م م سرمنشي له فلسطين او اسراييلو څخه غوښتنه وکړه چې خبرې اترې بيا پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 15:22:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د جون په پنځمه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له فلسطين او اسراييلو څخه غوښتنه وکړه چې خبرې اترې بيا پيل کړي، خپلمنځي شخړې دې پای ته ورسوي او د دواړو هېوادونو لايحه دې عملي کړي.

دغه ورځ د منځني ختيځ د درېيمې جګړې د رامنځته کېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابره ده. ګوتريس وويل، پنځوس کاله مخکې، د منځني ختيځ درېيمه جګړه پېښه شوه، اسراييلو د اردن سيند لوېديځه غاړه، ختيځ بيت المقدس، غزه او ګولان لوړې ونيولې چې فلسطينيانو ته يې بشري او د پرمختګ درانده زيانونه رسولي او د زورزياتی او انتقام اخيستونکو کړو وړو سبب ګرځېدلي دي. هغه زياته کړه، دغه شان نيونه پای ته رسول او د خبرو اترو له لارې د دواړو هېوادونو لايحه عملي کول د دايمي سولې د رامنځته کېدو يوازنۍ لار ده. د فلسطين او اسراييلو ترمنځ شخړې حل کول به په منځني ختيځ کې د تندلارۍ او ترهګرۍ د رامنځته کېدو يو لامل له منځه يوسي او د همکارۍ، امنيت او سمسورتيا لپاره به زمينه برابره کړي. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای