د سين هوااژانس د خبر له مخې: د الجزاير، مصر او تونيس د بهرنيو چارو وزيرانو د جون په ۵مه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېلې خواوې بايد په ليبيا کې د حالاتو ترينګلتيا د مخنيوي لپاره د نورو لاس وهنو د نشتوالي په حال کې د ليبيا بحران حل کړي.
د الجزاير د بهرنيو چارو وزير عبدل قدر ميهيل، د مصر د بهرنيو چارو وزير سميح شوقري،د تونيس د بهرنيو چارو وزير خيمايس جيناوي د جون په ۵مه نېټه ماښام په الجزاير کې د ليبيا مسلې په هکله بحث وکړ. دريو خواوو په همدې ورځ ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په ليبيا کې بېلا بېلې خواوې بايد په ۲۰۱۵ کال کې د شوې سياسي تړون مراعات کړي او د خبرو اترو له لارې په سياسي توګه شخړې حل کړي.
په اعلاميه کې راغلي چې دريواړه هېوادونه بايد د امنيت په تيره بيا د مالوماتو او استخباراتو په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي تر څو په لا اغيزمنه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. په اعلاميه کې ويل شوي چې د ليبيا د شاو خواوو هېوادونو تر منځ کتنه بايد په ټاکلي موده کې تر سره شي او په دغه هېواد کې د نويو حالاتو په هکله ارزونه وشي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |