CRI Online

د کابل په شش درک توغندی لګېدلی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-06 17:57:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۶مه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې توغندی ولګېده چې دا د تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې ۵م بريد و. تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د معلوماتو له مخې، دا توغندی د ۶مې نېټې په غرمه کې د کابل د پوليسو په نهمه ناحيه کې لګېدلی. له بريد وروسته افغان پوليسو نهمې او لسمې ناحيې ته د حرکت عمده لارې بندې کړې او له ښاريانو څخه يې غوښتنه وکړه چې بهر ته ورتګ کم کړي.

د افغانستان ولسمشر اشراف غني په همدې ورځ د کابل پروسې په کنفرانس کې ګډون وکړ. په دې يوې ورځنۍ غونډه کې د امريکا، روسيې او چين په شمول د شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو د افغانستان د سولې بهير، سيمه ييز امنيت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه بحثونه وکړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای