CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 08:55:41
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ دريمه شل اووريزه لوبه ترسره شوه.

د لوبې پچه افغان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه چې د ټاکلو شلو اوورونو په لوبولو او د شپږو لوبغاړو په سوځيدو يې۱۴۶منډې جوړې کړې.

چې زياتې منډې په کې محمدنبي عيسی خيل ۳۸، نورعلي ځدراڼ ۳۵ او شفيق الله شفق۲۵ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز لوبډلې وکړای شو چې د ۱۹،۲ اوورونو په لوبولو او د ۳ لوبغاړو په سوځيدو ورکړل شوی هدف پوره کړي او ياده لوبه په خپله بريا پای ته ورسوي.

د افغان کرکټ لوبډلې له لوري شاپورځدراڼ، محمد نبي عيسی خيل او راشدارمان يو يو لوبغاړی وسوځاوو.

په یاده لوبه کې افغان لوبډلې یو څه سسته لوبه وکړه ،که څه هم د تیرو دوو لوبو په پرتله یې ډیرې منډې جوړې کړې خو د خراب فیلډینګ یا ډګر ساتنې له امله یې له خپل هدف څخه دفاع ونشوی کولای او پدې توګه ویسټ انډیز لوبډلې د شل اوره لوبو لړۍ یو صفر وګټله

د یا دولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اورو لړۍ به د روانې جون میاشتې په نهمه نېټه پیل شي

هند پاکستان ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه

د هند کرېکټ ملي لوبډلې خپلو پاکستاني سیالانو ته د اتلانو جام کرېکټ سیالیو کې په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه. دغه سیالۍ انګلستان کې کېږي.

لومړی هند لوبه وکړه او ټولو ۴۸ اوورنو کې یې ۳۱۹ منډې جوړې کړې.

د باران له کبله لوبه اغېزمنه شوه او پاکستان لوبډلې ته ۴۱ اوورنو کې د ۲۸۹ منډو هدف وټاکل شو، خو پاکستاني لوبغاړي وتوانېدل ایله ۱۶۴ منډې وکړي.

د لوبې ټاس پاکستان وګاټه او لومړی یې هند ته د بېټینګ بلنه ورکړه. هندي لوبغاړو، شېکر دهون ۶۸، روهیت شرما ۹۱، لوبډلمشر ویراټ کوهلې ۸۱ او یوراج سینګ ۵۳ منډو سره په زړه پورې لوبه وکړه او خپلې لوبډلې لپاره یې د منډو شمېر ډېر کړ.

خو ځوابي لوبه کې له پاکستاني اوپنر اظهر علي پرته هېڅ لوبغاړی تر نیمه سلیزې و نه رسېد.

دغه لړۍ کې دا د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه وه. له لوبې مخکې د لندن پېښې قربانیانو درناوي ته یوه دقیقه چوپتیا وشوه.

د پاکستان له لوري یوازې اظهر علي وتوانېد نیمه سلیزه جوړه کړي

د ای سي سي اتلانو جام کې مخکې کلونو کې هند او پاکستان درې ځله مخامخ شوي، چې دوې لوبې پاکستان او یوه هند ګټلې.

د کابل په زړه کې د رمضان کپ سیالۍ

دغه سیالۍ هر کال په زرملوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

کرکټ بورډ وایي دا ځل هم د ۶ لوبډلو او نویو نوښتونو سره دا لوبې ترسره کیږي چې د روژې تر ۲۶ مې به دوام وکړي

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کورنی کرکټ اوس مهال په ښه توګه روان دی هر وخت د ولایتونو او زونونو په کچه لوبې ترسره کیږي چې دې سره د افغانستان کورنی کرکټ وده او پر مختګ کوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای