د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کردي وسله والو تر مشرتابه لاندې د سوريې د ديموکراتيک پوځ يو وياند د جون په شپږمه نېټه وويل، د الراقه د بېرته نيولو جنګ پيل شوی دی چې په دې ښار کې د داعش عمومي قومانداني شتون لري.
ديموکراتيک پوځ په همدې ورځ د الراقه په شاوخوا سيمو کې د داعش له وسله والو سره جنګ پيل کړ او په عين وخت کې د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد د داعش پر پوځي موخو هوايي بريدونه هم تر سره کړل. تر اوسه پورې، ديموکراتيک پوځ د الراقه ځينو ځايونو ته په ننوتلو توانيدلي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |