د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا پنځه دېرشمې دورې غونډه د جون په شپږمه نېټه په ژنيو کې پيل شوه. د دې شورا د اوه څلوېښتو غړو هېوادونو، ليدونکو هېوادونو او ځينو ټولنيزو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.
د م م د بشري حقوقو په اړه لوړ پوړي چارواکي زيد رايد الحسين د غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، بېلا بېل هېوادونه دې د ترهګرۍ د بيخي له منځه وړلو لپاره عمليات ونيسي، د دې تر څنګ، له ترهګرو سره مبارزه دې به مناسب ډول تر سره شي چې بايد پکې د خلکو ګټې وساتل شي.
د دې غونډې په ترڅ کې، د بېلا بېلو هېوادونو د بشري حقوقو د ساتنې حالاتو په هکله څه دپاسه اتيا راپورونه به واورېدل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |