د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د کډوالو ادارې د جون په ۶مه نيټه وويل، که په نږدې وخت کې بېړنې پيسې تر لاسه نه کړی شي، په لبنان او اردن کې له سوري کډوالو سره د دې ادارې مرستندويه پروګرام به په راتلونکې مياشت کې وځنډول شي، نو د سوري کډوالو د شپېتو زرو کورنيو ژوند به له ستونزو سره مخ شي.
د م م د کډوالو ادارې وياند وويل، اوس په لبنان کې د اويا سلنې سوري کډوالو د ژوند سويه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ده، د م م مرسته د دوی يوازنې عايد دی. که دغه مرسته وځنډول شي، دوی به د ډوډۍ او استوګنې له ستونزو سره مخ وي. په اردن کې د سوري کډوالو په وړاندې هم ورته ستونزې موجودې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |