CRI Online

د م م د کډوالو چارو لوړه کميشنري : د سوريې کډوال د ژوند له بحران سره مخامخ دي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 09:59:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د کډوالو چارو لوړې کميشنرۍ د جون په شپږمه نېټه وويل، که په لنډ مهال کې بيړنۍ بسپنه و نه رسېږي، په لبنان او اردن کې د سوريې د کډوالو سره د مرستې کارونه به په راتلونکې مياشت کې په مجبورۍ سره بند شي. کابو شپېته زره کورنۍ به د ژوند له بحران سره مخامخ شي.

د دې ادارې وياند په همدې ورځ په ژنيو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، اوس په لبنان کې د سوريې اويا سلنه کډوال ډېر بېوزله دي. د م م لخوا برابر شوي پيسې د دوي يوازني عايدات دي. که له دوي سره مرسته بنده شي، دوی به خوراکونه او د خوب خونې نه شي تر لاسه کولی. په اردن کې د سوريې کډوال هم د ژوند له بحران سره مخامخ دي.

د مالوماتو له مخ، د م م د کډوالو چارو لوړه کميشنرۍ پيسې تل تر تله د سخت کمبود په حال کې وې. هغه پيسې چې د ژمنې سره سم دې وبرابر شي، هم پر وخت دغه ادارې ته نه دي برابر شوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای