CRI Online

امريکايي پوځ د سوريې حکومت پر پلوي وسله والو بريد په ډاګه کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 10:15:14

د امريکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ د جون په ۶ مه نېټه وويل، چې د امريکا په مشرۍ د داعش پرضد نړيوال ائتلاف په همدې ورځ د سوري حکومت پر يوې پلوي وسله والې ډلې بريد وکړ.

د امريکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې په همدې ورځ د سوريې حکومت يوه پلوي وسله واله ډله چې له ۶۰ نه زياتو وسله والو او د تانکونو او نورو وسلو لخوا جوړه شوې، خبرداري ته له پروا کولو نه پرته د سوريې په جنوبي غره کې د شخړې کموالي يوې سيمې ته داخله شوې او په دې ځای کې يې نړيوال ائتلاف ته ګواښونه پېښ کړي وو. وروسته نړيوال ائتلاف پر دې ډلې بمباري وکړه او توپونه او هوايي دفاعي وسلې يې ويجاړې کړې. خو په اعلاميه کې د مرګ ژوبلې حالت نه دی ياد شوی. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای