د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون د شپږمې نيټې په شپه د عراق د انبار ايالت په يو بازار کې د ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې ۷ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د امنيتي ادارې يو مامور خبريال ته وويل، يو بريدګر په ياد بازار کې چاوديدونکي مواد وچوول، څرنګه چې هغه وخت په دې بازار کې ډېر خلک موجود وو، نو د بريد له امله رامنځته شوې مرګژوبله ښايي لا زياته شي.
تر اوسه پورې هېچا يا هېڅ ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې.
په عراق کې د م م د مرسيتندويه پلاوي د جون په لومړۍ نيټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېره مې مياشت کې عراق کې ۳۴۵ تنه عام وګړي د ترهګريزو بريدونو او شخړو له امله وژل شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |