CRI Online

نړيواله ټولنه د قطر بحران په منځګړيتوب بوخته ده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 11:13:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې اړه چې د سعودي عربستان په شمول ځينو هېوادونو له قطر سره د اړيکو د پرې کولو اعلان کړی، نړيواله ټولنه اوس په منځګړيتوب بوخته ده او له بېلا بېلو خواوو غوښتي چې د خبرو اترو له لارې توپيرونه ليرې کړي.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ د جون په ۶مه نيټه وويل، اوس د دې هېواد ولسمشر رجب طيب اردوګان په ډيپلوماتيکې همغږۍ بوخت دی. هغه د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره ټلېفوني خبرې کړې او پر دوی يې غږ وکړ چې سړه سينه وساتي او دغه بحران د خبرو له لارې حل کړي.

ترکيه له قطر او سعودي عربستان سره نږدې اړيکې لري او د سوريې مسلې په اړه ګډ دريځ لري.

د امريکا خارجه وزير ريکس تيلرسون د جون په ۵مه نيټه هم غوښتنه وکړه چې د خليج هېوادونه بايد يووالي وساتي او خپلمنځي توپيرونه دې د خبرو له لارې ليرې کړي. سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي په دې اړه له اړوندو خواوو سره خبرې اترې وکړي.

د قطر خارجه وزير محمد د جون په ۵مه نيټه وويل، قطر به د ډيپلوماټيک بحران د له منځه وړلو لپاره منځګړيتوب ومني. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای