CRI Online

موريتانيا له قطر سره اړيکې پرې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 15:02:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د موريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د جون د شپږمې نېټې په شپه د موريتانيا خبري اژانس له لارې اعلان وکړ چې له قطر سره يې اړيکې پرې کړې دي.

د موريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي چې د عربي هېوادونو او سيمو په اړه د قطر تګلارې د ترهګرو له ملاتړ کوونکو سازمانونو سره تړاو لري او په سيمه کې د افراطيت د خپريدو سبب شوې چې د نړۍ په کچه يې سخته مرګ ژوبله اړولې ده. موريتانيا به په ټينګه سره د عربي هېوادونو وروستۍ ګټې وساتي، د ملي حاکميت د درناوي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اوصلو به ټينګار وکړ او د عربي سيمې د امنيت او ثبات د ساتلو په موخه به نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای