CRI Online

د ۲۰۱۷ کال د فضايې لټون نړيواله غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 16:36:42

د شراکت او همکارۍ تر عنوان لاندې د ۲۰۱۷ کال د فضايئ لټون نړيواله غونډه د جون په ۶مه نېټه د بيجينګ د نړيوالو غونډ‌و په مرکز کې پرانيستل شوه چې د فضايې لټون په ساحه کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ساينسپوهانو، د تصديو خاوندانو،د اړوندو څانګو استازيو او د تګلارو طرحه کوونکو په کې ګډون کوي. په څلور ورځني غونډه کې به په وروستيو ورځو کې د فضايې لټون په ساحه کې د بېلا بېلو هېوادونو برياليتوبونه ياد شي او په دې چارو کې به د ننګونو او چلنجونو سره د مقابلې د لايحو او په راتلونکې کې د پرمختګ د لور په هکله بحث وشي.

د غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې د چين د شن جو لسم نمبر فضايې بيړۍ کيهانوروانګ يا پينګ د کوچنيانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. (اواز)

ميرمن يا پينګ، انسانان د سپوږمۍ نه پر ته لا نور ليري فضا ته رسيدلی شي يا نه؟

سمه ده، انسانان تل د نړۍ او فضايې لټون کارونه تر سره کړي او کوي يې. چينايان غواړي چې فضايې ستيشنونه جوړ کړي، سپوږمۍ، مارس او لا ليري فضا وڅيړي. تاسي بايد کوښښ وکړۍ چې د فضايې څيړنو چارو راتلونکې چارې تاسو ته اړتيا لري.

د چين د دولت ريس مرستيال لي يوان چاو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې چين تل د فضايي څيړنې کارونو او په دې ساحه کې د ساينس او تخنيکونو نوښت ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې په سوله ايزه توګه د فضا د لټون او لټونې په چارو کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي. (اواز)

د انسانانو د فضايې لټون د پرمختګ په تاريخ کې اکتشاف کول تر ټولو مهم دی. د چين حکومت تل د فضايې لټون په ساحه کې د نړيوالې همکارۍ ملاتړ کوي او غواړي چې د سوله ايزې، همکاريزې، خوندي او منظمې فضا د جوړولو په ترڅ کې له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای ګډ کوښښونه وکړي تر څو د فضايې لټون کارونه خلکو ته لا ښه راتلونکی برابر کړي.

په اوسنې نړۍ کې د فضايې لټون د تخنيکونو د چټکې پرمختيا سره سره د فضا د بدلون، د حيات د سرچينو، د فضايې چاپيريال د څارنې په شمول ساحو کې زيات پرمختګونه تر لاسه شوي چې د ځمکني چاپيريال د کړکړتيا، د انرژيو د کموالي، د طبيعي مصيبتونو په شمول د مسلو د حلولو او د ښکلې نړي د جوړولو لپاره ستر رول لوبوي. د فضايې لټون د نړيوالې غونډې ګډ ريس او د چين د فضايي څيړنې ټولنې مشر لې فان پې وويل (اواز) د پراخې فضا لټون او د خلکو او د ټولنې د پرمختګ لپاره د ګټو لټول د فضايې لټون چارو دايمي هدف دی. ياده غونډه د فضايې څيړنو په ساحه کې يوه ستره نړيواله غونډه ده چې په کې به د فضايې لټون د پرمختګ د تازه برياليتوبونو او د پرمختګ د راتلونکې په هکله بحث وشي او په دې ساحه کې اړوندو کارکوونکو ته به د همکارۍ او تګ راتګ يو ډګر برابر شي. هېله ده چې اړوندې خواوې د فضايې لټون کارونو، پوهنو ته پاملرنه وکړي، تفاهم او يو پر بل باور ټينګ کړي او په ګډه د فضايې لټون چارو ښه راتلونکې جوړې کړي.

د چين کيهانورد يانګ لي وې چې لومړې فضا ته داخل شوی، وويل چې اوس په چين کې د فضايې لټوون پلان په ثابته توګه روان دی او د انسان وړونکې فضايي پروژه به په ۲۰۱۸ کال کې پيل شي او په ۲۰۲۲ کال کې په د چين فضايي ستيشن بشپړ شي. په دې موده کې به چين د فضانوردۍ له نړيوال سازمان او اړوندو هېوادونو سره همکارۍ وکړي. (اواز) نړيواله همکارۍ د نړيوالې فضايې څيړنې په پرمختګ کې لوی تمايل دی، چين او د فضايې چارو له زياتو نړيوالو سازمانونو سره همکارۍ کړي، مثلا د فضايي ستيشنونو جوړولو په چارو کې له نورو څانګو او هېوادونو سره تګ راتګ، د کابن په دننه او بهر کې، د علمي ازموينو او د ګډې الوتنې په شمول چارو کې نړيواله همکارۍ ټول تر سره کيدای شي او په ګډه فضايي ستيشنونه هم جوړيدای شي، دا د دې غونډې امنيت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای