CRI Online

د امريکا د ماليې وزير د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ د تمايل په باب راضيات وښوده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 17:28:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزير ستيون منوچين د جون په ۶مه نېټه وويل، چې له چين سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د امريکا لپاره ډېرې مهمې دي، هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ټينګېدو د تمايل په باب راضيات وښوده.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ د ملي کميټې په کلنۍ غونډه کې وويل، چې د روان کال په اپريل کې د امريکا او چين د ولسمشرانو ترمنځ کتنه د دواړو مشرانو ترمنځ داړيکو او متقابل تفاهم د ټينګېدو لپاره مهم فرصت و. د ده په اند په ياده کتنه کې يو مهم برياليتوب دا دی چې دواړو خواوو د د اقتصادي ديالوګ د هراړخيز ميکانيزم له جوړولو سره موافقه کړې او د اقتصادي همکارۍ د سل ورځني پلان پلي کولو ته يې چټکتيا ورکړې وه.

د چين د اقتصاد په هکله، منوچين وويل، چې که څه هم د چين د اقتصادي پرمختګ انډول د ټيټوالي په حال کې دی، خو د پرمختلليو هېوادونو په پرتله يې لا هم ډېر لوړ دی. د ده په اند په نژدې راتلونکي کې د چين اقتصاد د اندېښنې وړ نه دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای