CRI Online

د امريکاخبري راپورونه وايي چې چين غواړي په پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 18:58:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې چين غواړي په پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جون په ۷مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ دوستانه همکاري له کومې درېيمې خوا سره مقابله نه ده او له خپلې نړيوالې ژمنې سره سمون لري.

وياندې هوا وويل چې چين او پاکستان دوديزه دوستي لري او له اوږدې مودې راهيسې په بېلا بېلو ساحو کې همکاري کوي او د ګډو ګټو د موندلو لپاره کوښښ کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای