CRI Online

چانګ وان چوان د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو په ۱۴مه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 21:18:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ۱۴مه غونډه د جون په ۷مه نېټه د قزاقستان په استانا کې تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير چانګ وان چوان د يو پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

د غونډې برخوالو د بېلا بېلو هېوادونو دفاعي څانګو او د اردو مشرانو د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ګډه اعلاميه لاسليک کړه. چانګ وان چوان د غونډې په ترڅ کې په جلا جلا توګه د قزاقستان، روسيې او ازبکستان د دفاعي څانګو له مشرانو سره وکتل او ورسره يې د دوه اړخيزې پوځي همکارۍ په اړه د نطريو تبادلې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای