CRI Online

د ايران د ملکي هوايي چلند سازمان د قطر هوايي شرکت ته د ايران د هوايي قلمرو د استعمال اجازه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 21:22:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د مهر اژانس د جون په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د هوايي چلند سازمان د قطر هوايي شرکت ته د ايران د هوايي قلمرو د استعمال اجازه ورکړه.

د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان په شمول د منځني ختيځ ځينو هېوادونو له قطر سره ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړي، دغه راز د قطر هوايي شرکت د دغو هېوادونو له هوايي قلمرو څخه استفاده نه شي کولی. د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان او د قطر د ګډې غوښتنې سره سم، د ايران د هوايي چلند سازمان د قطر هوايي شرکت ته د ايران د هوايي قلمرو د استعمال اجازه ورکړه. دغه اجازه د جون د ۶مې نېټې په سهار په رسمي توګه نافذه شوه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای