د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ميانمر د پوځ قومانداني د جون په ۷مه نيټه اعلان وکړ چې يوه ۱۲۲ وړونکې پوځي الوتکه د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد په جنوب کې ورکه شوې. د يو بل پوځي افسر په قول د دغې الوتکې ټوټې پيدا شوې، خو تور بکس يې لا تر اوسه نه دی کشف شوی.
د ميانمر ځايي رسنيو خبر ورکړ چې د الوتکې د ورکېدو په ځای کې درې کسان ژوندې پيدا شوي دي.
د ميانمر پوځي قومانداني د همدې ورځې په شپه اعلان وکړ چې دوی ۹ پوځي بيړۍ او ۳ الوتکې د ورکې شوې الوتکې د پيدا کولو لپاره لېږلي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |