د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د جون په اوومه نېټه، د چين د دولتي شورا په يوه نوبتي غونډه کې د شرکتونو پر سر د دوه سوه او درې اتياوو مليارډو يوانو په ارزښت د مالياتو د کموالي نوی تدبير غوره شوی، له دې مخکې، د اوه سوه او اتلس مليارډو يوانو په ارزښت د مالياتو د کموالي تدبيرونه هم طرح شوي و چې دغه راز سږ کال به د شرکتونو پر سر د زر مليارډو يوانو په ارزښت ماليات کم شي.
د شرکتونو پر سر د مالياتو د کموالي له تدبيرونو څخه پر شرکتونو د فشار د کمولو او د اقتصادي قوت د راولاړېدو لپاره د چين د حکومت ټينګ هوډ څرګندېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |