CRI Online

د اروپايي ټولنې کميټې اعلان وکړ چې د اروپا دفاعي صندوق به جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 08:50:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کمېټې د جون په اوومه نېټه اعلان وکړ چې د پنځه مليارډو او پنځه سوه مليونو يورو په ارزښت د اروپا دفاعي صندوق به د غړو هېوادونو د دفاعي تخنيکونو د پرمختګ او د ولسو د ګډو اخيستلو لپاره جوړ شي.

د مالوماتو له مخې، دغه صندوق به د اروپايي ټولنې د بودجې له لارې د غړيو هېوادونو ته د عصري تخنيکونو د پرمختګ په برخه کې مرسته برابره کړي. سږ کال د اروپا د دفاعي بودجې ارزښت پنځه ويشت مليونو يورو ته رسېدلی او تر دوه زره او شلم کال وروسته به دغه بودجه پنځه سوه مليونو يورو ته ورسېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای