CRI Online

روسيه غواړي چې له ايران سره د ترهګرۍ ضد ګډ عمليات پياوړي کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 09:13:01
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د جون په ۷مه نيټه په ايران کې د ترهګريز بريد له امله د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه او هيله يې څرګنده کړه چې په پر له پسې توګه له ايران سره د ترهګرۍ ضد ګډ عمليات تر سره کړي.

د کريملين ماڼۍ مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ خبر ورکړ: ولسمشر پوټين د خواخوږۍ په پيغام کې پر ايران د ترهګريز بريد سخته غنډنه وکړه او و يې ويل چې له اوسني حالت څخه څرګندېږي چې نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. روسيه هيله لري چې له ايران سره د ترهګرۍ ضد ګډ عمليات تر سره کړي. ولسمشر پوټين هم په ياد بريد کې د مړو شويو کورنيو ته خپله همدردي او د ټپيانو د ژر روغتيا هيله يې څرګنده کړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای