CRI Online

د ايران په ترهګريزو پيښو کې ۱۳ تنه مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 09:14:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د ايران په پلازمينه تهران کې د پارلمان ودانۍ او د تهران په جنوب کې د فقيد ستر مشر امام خوميني د مقبرې په وړاندې د جون په ۷مه نېټه په جلا توګه د ترهګريزو بريدونو پيښې وشوې. د ايران د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې تر اوسه په دغو دوو پيښو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ترهګريزو بريدونو غندنه وکړه او ويې ويل چې ترهګرۍ نړيوال امنيت ته سخت ګواښونه رسوي. هغه وويل چې ترهګرۍ يوه نړيواله مسله ده او سيمه ايز هېوادونه او ټوله نړۍ بايد له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وويل چې ترهګريز بريدونه اوس د منځني ختيځ او د نړۍ د نورو سيمو امنيت ته ګواښونه رسوي او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې له ترينګلو سيمه ايزو حالاتو سره مقابله وکړي.

د ايران د زده کوونکو خبري اژانس د خبر له مخې بريدګر ټول د داعش ايراني غړي و. دغه خبري اژانس د ايران د امنيت د عالي کميټې د يو مامور په قول خبر ورکړ چې دغه بريدګر په داعش کې شامل و او په سوريه او عراق کې ترهګريز فعاليتونه تر سره کړي، خو په وروستې موده کې يې په دغو هېوادونو کې د ترهګريزو فعاليتونو د ناکامۍ له امله يې په ايران کې ترهګريز فعاليتونه تر سره کړل.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای