د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په اوومه نېټه د قزاقستان په قزاقستاننسکايا ورځپانه کې خپله مقاله خپره کړه او پکې يې ويلي، سږ کال د چين او قزاقستان تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له پنځه ويشتم کال سره برابر دی. ما په دوه زره او ديارلسم کال کې د لومړي ځل لپاره له قزاقستان څخه ليدنه وکړه او په ترڅ کې مې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادولو غوښتنه وړاندې کړه. په تيرو څلورو کلونو کې، دغه غوښتنه عملي شوې ده. زه به په دې سفر کې د چين او قزاقستان تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ او د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره له ولسمشر نظربايف سره د نظريو تبادلې وکړي.
د قزاقستان د بهرنيو چارو کارپوهانو ويلي.، چين او قزاقستان په مثبت ډول د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنه پلې کړې او په دې برخه کې يې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. قزاقستان د سمندر په لور بندر نه لري، ترافيکي دهليز د قزاقستان، چين او اروپا تر منځ د پل په توګه ګڼل کېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |