CRI Online

م م په ايران کې د ترهګريز بريد سخته غندنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 10:23:56
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس او امنيت شورا د جون په ۷مه نيټه په جلا جلا توګه د دوو اعلاميو په خپرولو سره د ايران په پلازمېنه تهران کې د همدې ورځې پېښ شوي ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه. ښاغلي ګوتريس په خپله اعلاميه کې غوښتنه وکړه چې بريدګرو ته ژر تر ژره قانوني سزا ورکړی شي او ټول هېوادونه بايد له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي. هغه هم ايراني حکومت او د مړو شويو کورنيو ته يې خپله همدردي او د ټپيانو د ژر روغتيا هيلهڅرګنده کړه. امنيت شورا په اعلاميه کې دغه خبره تکرار کړه چې هر ډول ترهګری د نړيوالې سولې او امنيت لپاره تر ټولو سخت او لوی ګواښ دی. هر،ل او د هرې موخې لپاره چې وي، په کوم ځای کوم وخت کې د هر چا لخوا پلان يا تر سره شوی ترهګريز بريدونه ټول جنيتکارانه کړه وړه دي. هر يو هېواد بايد د م م د منشور او نړيوالو قوانينو له مخې د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې او ګواښ له ترهګرۍ سره تر خپلې وسې پورې مبارزه وکړي. ( سپوږمۍ)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای