CRI Online

د م م رپوټ: چين په نړۍ کې دوهم لوی بهرنی پانګه اچوونکی هېواد ګرځي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 15:49:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې د جون په ۷مه نيټه د يو رپوټ په خپرولو سره څرګنده کړه چې په ۲۰۱۶ کال کې د ټولې نړۍ لپاره د بهرنۍ پانګونې اندازه کمه شوې ده، خو د چين لخوا د بهرنۍ پانګونې اندازه په دې حال کې لا هم زياته شوې چې په ټوله نړۍ کې دوهم لوی بهرنی پانګه اچوونکی هېواد ګرځېدلی دی.

د ۲۰۱۷ کال د نړيوالې پانګونې له رپوټ څخه څرګنډېږي: په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد کمزوری دی او د بهرنيو تصديو په اټکل د تګلارو خطرونه ډېر دي، تېر کال په ټوله نړۍ کې د بهرنۍ پانګونې عمومي اندازه ۲٪ کمه شوې چې ۱۷۵۰مليارډو امريکايي ډالرو ته لوېدلې ده. له دې جملې څخه د پرمختللو هېوادونو لخوا د بهرنۍ پانګونې اندازه ۱۱٪ کمه شوې ده. په تېر کال کې که څه هم د امريکا لخوا د بهرنۍ پانګونې اندازه ۲۹۹ مليارډو امريکايي ډالرو ته کمه شوې، خو لا تر اوسه په نړۍ کې تر ټولو لوی بهرنی پانګه اچوونکی هېواد دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای