CRI Online

د نړيوال نندارتون په اړه د چين خيمه به ژر پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 16:06:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د استانا د ۲۰۱۷ کال نړيوال نندارتون به د جون په لسمه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې پرانيستل شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دې نندراتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

چين له هغو لومړيو هېوادونو څخه يو دی چې په دې نندارتون کې يې د ګډون تړون لاسليک کړی. د چين خيمه د تېرې مې مياشتې په ۲۰مه نيټه بشپړه شوې او په ازمويښتي توګه په کار لوېدلې. د چين د خيمې مرستيال يانګ هونګ څو ورځې مخکې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، په سږني نړيوال نندارتون کې د چين خيمه د ګډون کوونکو هېوادونو نمونه بلل کېږي. اوس د چين خيمه د وروستي ازموينې په حال کې ده. دې وويل

((د تېرې مې په شلمه نېټه د چين د خيمې جوړونه په بنسټيزه توګه بشپړه شوې او په ازمويښتي توګه په کار لوېدلې. د دغه نړيوال نندارتون په سيمه کې د چين خيمه څلور ځانګړی لومړی لري يعنې چين له هغو لومړيو هېوادونو څخه يو دی چې په دې نندارتون کې يې د ګډون تړون لاسليک کړی، لومړې په جوړونه پيل شوې خيمه، لومړې بشپړه شوې خيمه او لومړې په کار لوېدلې خيمه. نو د چين خيمه د تشکيلاتي کمېټې لخوا د ګډون کوونکو هېوادونو نمونه وټاکل شوه. اوس موږ د تکنالوژۍ په ازموينو او تنظيمولو بوخت يو. ))

د سږني نندراتون لپاره د چين د خيمې عنوان راتلونکې انرژۍ او د ورېښمو لارې د چاپېريال ساتل دي. د چين د سوداګرۍ د هڅونې کمېټې مامور فانګ که د دې عنوان د ټاکنې په اړه وويل، قزاقستان د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو مهم هېواد دی او د سږني نندارتون کوربه هېواد هم دی. دا اړينه ده چې د راتلونکې انرژۍ او د وريښمو لارې د چاپيريال ساتنې دواړه نظريې سره يو ځای شي، څرنګه چې نه يوازې د انرژۍ د راتلونکي پرمختګ په اړه پکې د چين نظريه ښکاري، بلکې د انرژۍ پرمختګ په هکله د چين ادعا هم څرګند شوی ده.ده وويل

((قزاقستان د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو مهم هېواد دی، رئيس شي جين چينګ هم له قزاقستان څخه د رسمي ليدنې په وخت کې په نظربايف پوهنتون کې د وريښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو وړانديز وړاندې کړ. نو فکر کوو چې بايد د راتلونکې انرژۍ او يو کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز سره يو ځای کړو، نو دغه عنوان مو وټاکه. په عين وخت کې مو د وريښمو لارې د اقتصادي کمربند په جوړونه کې د چاپريال ساتنې نظريه زياته کړې چې د دوديزې انرژۍ د کارولو او د نوې انرژۍ د استخراج په هکله زموږ له نظريو سره سمون خوري. ))

د چين د خيمې مرستيالې يانګ هونګ وويل، د چين خيمه پنځه برخې لري او پکې د پخو اوسپنيزو لارو د اورګاډو موډل چلونکی ځای، د مصنوعي لمريزې انرژۍ او د راتلونکې انرژۍ د خوب تياتر د چين د خيمې د پاملرنې وړ ځلانده محتويات دي.

له دې نه پرته، د چين په خيمه کې به يو لړ فعاليتونه ترسره شي. مثلا د خيمې پرانيستونکی مراسم، د خيمې د ورځې فعاليت، د چين او قزاقستان د انرژۍ د همکارۍ فورم ، د چين د فلمونو فيستوال او داسې نور.

د چين د شانګهای تر نړيوال نندارتون وروسته ډېرې تصدۍ پوهېدلې چې نړيوال نندارتون د خپلې اغېزې د لوړولو لپاره يو ګټور ډګر دی او غواړي د دې ډګر په وسيله په نوره فعاله توګه په نړيواله همکارۍ او تبادله کې برخه ولري. ښاغلي فانګ که خبريال ته وويل، د انرژۍ په برخه کې د چين يوه ډله لويې تصدۍ به په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. ده وويل

((د چين د نفتو شرکت، د برېښنا دولتي شرکت او د چين د اټومي چارو شرکت په شمول چيني تصدۍ به په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. د ۲۳ ولايتونو او ښارونو اړوندې تصدۍ به هم په دې نندارتون کې برخه واخلي. د يوې شمېرنې له مخې، کابو دوه زره چينی تصدۍ به په دې نندارتون کې حاضرې وي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای