CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان پخواني سرمنشي ديميتري ميزينتسيف: د شانګهای د همکارۍ سازمان به نوی راتلونکی ومومي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 16:11:25

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو د مشرانو شورا ۱۷مه غونډه د جون له ۸مې نيټې څخه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره کېږي. د دغه سازمان پخواني سرمنشي ديميتري ميزينتسيف وويل له دغې غونډې وروسته به دغه سازمان نوی راتلونکی ومومي او د بېلا بېلو غړيو تر منځ د لا لويې پيمانې تګ راتګ به پياوړې شي او د سازمان د چوکاټ په دننه او بهر کې به د همکاريزو ساحو نوي ازموينې تر سره شي.

ميزينتسيف وويل چې هند او پاکستان سندونه لاسليک کړي دي او د استانا په غونډه کې به په رسمي توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان نوي غړي وګرځي چې دا به د دغه سازمان او د اروپايي او اسيايي هېوادونو تر منځ د اړيکو په هکله يوه تاريخي شيبه وي او دا به لومړی ځل وي چې دغه سازمان خپل غړي پراخ کړي. له دې وروسته به دغه سازمان نړيوالو اجنداوو ته لا ژورې اغيزې ورسوي او په لا ځواکمن ډول به د نړيوال امنيت او ثبات او د اروپايي او اسيايي سيمو په وړاندې د ځينو واقعي مسلو د حل و فصل هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای