د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م په اړه د غلودانو د پلان جوړولو نړيوالې ادارې د جون په ۷مه نېټه د کينيا په شمال د کاکوما په نوم د کډوالو په کمپ کې د غلودانو د منلو مراسم تر سره کړل چې د چين د حکومت لخوا د ۹زرو ټنو جوار او باجرې منلي دي چې د کينيا کډوالو ته به ورکړل شي.
د م م په اړه د غلودانو د نړيوالې ادارې کينيا استازې اناليسا کونټي او په کينيا کې د چين لي سفير او د اقتصاد او سوداګرۍ مستشار ګو څه په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
کونټي وويل چې د چين لخوا ورکړل شوي غلې دانې به په د کينيا په کاکوما او داداب کې شاو خوا ۴لکه او ۲۰ زره کډوالو ته ګټې ورسوي. هغې د چين حکومت له مرستې مننه څرګنده کړه او هېله يې څرګنده کړه چې د کډوالو په مسله کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.
ليو شيان فا وويل د کډوالو مسله د نړيوالې ټولنې تر پاملرنې لاندې مهمه مسله ده او د چين حکومت به تل کډوالو سره تر وسي پوري مرسته ورکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |