CRI Online

چين د سمندر د اداره کولو د عادلانه، معفول او برابر نړيوال سيستم د جوړولو غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 16:21:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د سمندري چارو ادارې مرستيال لين شان چينګ د جون په ۶مه نېټه په سمندري چارو کې د م م په غونډه کې وويل چين هيله لري چې د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کوونکې، خلاصونکې او زغمونکې نظريې په لارښوونه د سمندر د اداره کولو په چارو کې عادلانه، معفول او برابر نړيوال سيستم جوړ کړي.

لين شان چينګ دري وړانديزونه وکړل چې د ابي رنګ دوستانه اړيکې جوړې شي چې د سمندري چارو د اداره کولو په ترڅ کې په مساواتو کې باور ټينګ شي، اقتصادي پرمختګ وموندل شي او د سمندري چارو د پرمختګ د ښه اداره کولو هڅونه وشي او د سمندر د ايکلوژيکي تمدن ابادۍ پرمخبوزي او په ګډه د سمندر د اداره کولو دنده پر غاړه واخيستل شي.

لين شان چينګ وويل چې چين غواړي د پرمختګ خپلې تجربې ټينګې کړي او په فعاله توګه په سمندري ساحه کې له بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره خلاصې، زغم لرونکې، مشخصې، واقعي او د ګډو ګټو پر بنسټ دوستانه اړيکې جوړې کړي.

د م م د سمندري چارو لومړې غونډه د جون له ۵مې نيټې څخه تر ۹مې نيټې پوري په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې تر سره کيږي. م م هيله لري چې په دې حال کې د سمندري ايکلوژيکي چاپيريال د سختوالي تمايل بدل کړي او د سمندر د دواملرونکي پرمختګ هدف د عملي کولو هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای