د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون د ۸مې نېټې په سهار ۷ بجې په بريتانيا کې د ټولټاکنو رای ورکونه پيل شوه چې دا د تېر کال په جون کې د بريتانيا له خوا د ټولپوښتنو له لارې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو له پرېکړې وروسته د بريتانيا لومړي ځل ټولټاکنې دي، نتيجه به يې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پر پروسې اغېزه وکړي.
په دغو ټولټاکنو کې به د ولسي مجلس ۶۵۰ غړي وټاکل شي. د مقرراتو له مخې، د کوم ګوند مشر چې په ولسي مجلس کې زياتې څوکۍ تر لاسه کوي، نو د لومړي وزير په توګه به وټاکل شي او د کبينې د جوړولو دنده به پر غاړه واخلي.
د ټولټاکنو رای ورکونه به پر ځايي وخت د ۸مې نېټې د شپې په لسو بجو پای ته ورسيږي او رسمي نتيجه به يې په ۹مه نېټه اعلان شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |