CRI Online

چين په تهران کې د ترهګريزو بريدونو غندنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 17:38:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جون په ۸مه نېټه په وروستيو ورځو کې په تهران کې د ترهګريزو بريدونو سخته غندنه وکړه.وياندې هوا وويل چې تر اوسه پورې د چينايانو د مرګ ژوبلې په اړه هيڅ خبر نه دی ورکړل شوی.

وياندې هوا زياته کړه چې چين پر وژل شويو کسانو ژور خپګان څرګندوي او ټپيانو او د وژل شويو کسانو کورنيو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.چين له هر ډول تروريزم سره ټينګ مخالفت کوي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای