CRI Online

د بريکس هېوادونو د خبري رسنيو سرمشريز فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 18:48:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريکس هېوادونو د خبري رسنيو سرمشريز فورم د جون په ۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي،د مرکزي سکرتريت منشي او د تبليغاتي چارو وزير ليو چي باو د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او د خبري رسنيو ترمنځ تبادله او همکارۍ پياوړتيا او د بريکس هېوادونو ترمنځ د پرمختګ په اړه يې يوه وينا وکړه.

ښاغلي ليو وويل چې بريکس هېوادونه د نويو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو مهم غړي دي.د دې فورم تر سره کېدل به د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۹مې غونډې لپاره ښه چاپيريال او د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای